د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۸

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ۱۴ تنو زده کوونکو ګډون درلود او د حقوقي مرستندوی د پېژندګلوۍ، د حقوقي مرستندوی د درلودلو حق او حقوقي مرستندوی ته د لاس‌رسۍ لپاره د عریضې وړاندې کولو مرجع په هکله پوهاوی وړاندې شو.

د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسؤولينو د یاد ولایت د عدلیې ریاست حقوقي برنامې وستایلې او په راتلونکې کې هم د ورته برنامو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS