د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د دغه ولایت د استخباراتو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۲:۷

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د ربیع الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د سه شنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په منظور د یاد ولایت د استخباراتو ریاست له مرستیال سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې چې د پکتیا ولایت د استخباراتو په ریاست کې ترسره شوه، د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر او حقوقي مساعدینو او د استخباراتو د ریاست یو شمېر مسؤلینو برخه واخیسته.

په دغې ناسته کې د عدلیې رئیس د حقوقي مساعدتونو د آمریت د فعالیتونو او په جزايي موضوعاتو کې بې وزله شکمنو او تورنو ته د با کیفیته خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او په مدني موضوعاتو کې د بې وزله ماشومانو او ښځو له شرعي او قانوني حقوقو څخه د دفاع په اړه معلومات ورکړل او دغه ریاست ته د استخباراتو د ریاست له لارې د بې وزله شکمنو او تورنو په معرفي کولو یې ټینګار وکړ.

د استخباراتو د ریاست مرستیال په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هم یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د عدالت د تامین او د بې وزله شکمنو او تورنو د حقوقو د رعایت په منظور په شرایطو برابرو تورنو ته د عدلیې له ریاست څخه د حقوقي مساعد غوښتنه وکړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS