د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د علماوو شورا تر منځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۹:۵۹
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د علماوو شورا ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۵مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او د یاد ولایت د علماوو د شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د عدلیې رئیس د یاد ریاست د درېیو میاشتنیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یاد ریاست لاسته راوړنې یې د ننګرهار د علماوو شورا له مسؤولینو سره شریکې کړې.

دغه راز په یاده ناسته کې د ننګرهار د علماوو د شورا رئیس د یاد ریاست له کړنو قدرداني څرګنده کړه او له عدلیې ریاست سره یې د یادې شورا د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS