د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۴۱
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، دوو اشخاصو ترمنځ تر دعوا لاندې د ۵۱ زره او ۴۸۰ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسي شوه او تصمیم ونیول شو چې یاده ځمکه عامه مرعی ده او د هغې حدود او موقعیت یادولو سره د هغې راپور د وروستي تصمیم نیولو په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د حنیف خان بڼ په نوم د امارتي ملکیت ۶.۱۲ جریبه ځمکه، تثبیت شوه او له متصرف اشخاصو څخه له کړنلارې سره سم د بېرته سپارلو او د مکلیت نه ادعا کولو اقرار لیک واخیستل شو ترڅو د هغې اجارې ورکولو په برخه کې له اصولو سره سم اقدام وشي.

د یاد ولایت دولتیار ولسوالۍ د تیمنیو بازار په شمال کې د ۸۰.۴۱ جریبه اوبه لرونکې ځمکې په اړه چې د یو شخص او د هغه شریکانو په تصرف کې ده. یاد اشخاص غونډې ته وبلل شول او له هغوی څخه د ملکیت سندونه وغوښتل شول ترڅو راتلونکې غونډې ته خپل سندونه وړاندې کړي. په همدې توګه د باغ سفیدار تثبیت شوې ۶.۱۲ جریبه ځمکې له متصرف اشخاصو څخه له کړنلارې سره سم اقرار او اعتراف واخیستل شو ترڅو د هغې اجارې ورکوونې او ثبت برخه کې اصولي اقدام صورت ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS