د عدلیې وزیر د قوانینو د بیا کتنې د بهیر په چټکتیا باندې ټینګار وکړ

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۹:۴۷

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د مسلکي معین او مرکزي رئیسانو په ګډون په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د قوانینو په تېره بیا د هغو قوانینو  په بیا کتنې باندې کار چټک شي چې د ادارو په ورځنیو چارو کې کارول کېږي.

د عدلیې وزارت عمومي غونډه د ۱۴۰۱ کال د وري د میاشتې په ۱۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ، د شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د دې وزارت د مسلکي معین او مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه.

شیخ صاحب په دې غونډه کې د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت د لوی رئیس، د ښوونیزو او د فرهنګي او روغتیایي قوانینو د دیپارتمنت د رئیس په غړیتوب یوه کمېټه مؤظف کړه چې ډیر ژر قوانین بیا وڅېړي او پایله یې وړاندې کړي.

دغه راز هغه د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د چارو په ګړندي کولو ټینګار وکړ او هم یې له هغو وکیلانو څخه د امتحان د اخیستلو په خاطر چې د جواز غوښتونکي دي، یوه کمېټه مؤظف کړه.

دغه کمېټه د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ او د مدافع وکیلانو د رئیس، د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت د لوی رئیس، د ښوونیزو، فرهنګي او روغتیایي قوانینو د دیپارتمنت د رئیس په غړیتوب جوړه شوې ده.

د عدلیې وزارت سرپرست دغه راز وویل د عدلیې په وزارت کې د اتحادیو د ثبت په باره کې کار باید چټک شي او په عین حال کې په زیات دقت سره ترسره شي.

په دې غونډه کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د انستیتوت رئیس مفتي فضل هادی صاحب زاده د نیمروز، زابل، ارزګان، قندهار، هلمند او نورو ولایتونو ته د دې وزارت د پلاوي د سفرونو راپور هم وړاندې کړ. د مفتي فضل هادي صاحب زاده په مشرۍ د عدلیې وزارت پلاوي په تېرو ورځو کې د دغو ولایتونو د عدلیې ریاستونه له نږدې وڅارل او د دغو ریاستونو ستونزې او اصلاحي وړاندیزونه یې غونډې ته وړاندې کړل.

همداراز شیخ صاحب هدایت وکړی چي د ولایاتو دغه راپورنه په لیکلی بڼه دلته په وزارت کي ثبت کړي چي آینده لپاره ډیر مؤثر او فایده مند دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

 برنامه های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS