د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
.

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسب‌ګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو او د کمېټې د غړو په ګډون سره ترسره شوه.

په دغې ناسته کې د قانون له مخې د کسب‌ګرو خونې صلاحيتونه او د دغې خونې قانون او اساسنامې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس  په ناسته کې وویل چې د ټولو ادارو موخه د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي او د دغو ادارو ترمنځ د ستونزو پیدا کېدو لامل د همغږۍ  نشتون دی.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو شته ستونزې ومنلې او ټینګار یې وکړ چې دا ستونزې د همغږۍ او همکارۍ په صورت کې حل کېږي.

د عدلیې وزارت مسلکي معين شيخ عبدالکريم حيدر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي معين مولوي قدرت الله جمال له دې وړاندې د دواړو وزارتونو او کسب‌ګرو خونې  ترمنځ د شته ستونزو او نه همغږۍ  د حل په موخه غونډه ترسره کړې وه چې  په پايله کې یې  یوه ګډه کمېټه د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS