د زابل ولایت عدلیې رئيس د شينکۍ ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۲۸
.

 د زابل ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد یعقوب عاصم او له هغه سره مل پلاوي د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت شينکۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال او یو شمېر سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د يادې کتنې په ترڅ کې د زابل ولایت عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د دغې ولسوالۍ د امارت د قضایاو د عمومي مديریت په برخه کې ستونزې د یادې ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې او هغوی د دغو ستونزو د لرې کولو په برخه کې د عدلیې رئیس ته ډاډ ورکړ.

همدارنګه د عدلیې رئیس د یادې ولسوالۍ د امارت قضایاو مدیریت څخه کتنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې مسؤولینو ته لازمې توصیي وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS