د روان کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې لوړول ممنوع شول او سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۰
.

 د کورونو د کرایې د کنترول ګډې کمېټې د عدلیې وزارت په مشرۍ او د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړیتوب په یوې ناسته کې پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول ممنوع دي.

دا ناسته د شوال د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د غړیو ادارو د استازو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه.

یادې کمېټې پرېکړه وکړه چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار، هماغه د دوو کلونو مخکې (۱۴۰۳ کال) کرایه ده چې حد اکثر ۱۰ سلنه زیاتوالی دی او د استوګنیزو کورونو مالکین او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیان حق نه‌لري چې له دې معیار څخه لوړه کرایه وټاکي.

همدارنګه په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د غړیو ادارو د استازو په ګډون جلا جلا کمېټې دې په کابل ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه او استوګنیز بلاکونه د کرایې د څرنګوالي له مخې بررسي او سرغړوونکي مشخص کړي تر څو د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS