د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۵۲
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي – حقوقي څېړنو د چارو د  عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد وزارت د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د لومړۍ دورې وروستۍ ازموینه واخیسته.

د دفاع وکالت د ستاژ په دې دورې کې د شمولیت لپاره ۲۰۷ تنو غوښتونکي د دفاع وکالت په ورودي ازموینه کې له بریالیتوب څخه  وروسته او د ولایتونو ۲۸ تنو حقوقي مساعدین او د حقوقي مرستو آمرین د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست له‌خوا د یاد وزارت د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست ته ورپېژندل شوي وو چې له دې جملې څخه د هغوی ۱۶۱ تنه د دفاع وکالت د ستاژ برنامې لومړۍ دورې کې شامل شوي وو. په دې برنامه کې له شامل شوو ستاژرانو څخه د هغوی ۱۳۶ تنو لومړی سمستر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د یادې برنامې په دوه یم سمستر کې شامل شوي وو.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي – حقوقي څېړنو د چارو د عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست د دفاع وکالت د ستاژ برنامه د دې برنامې ګډونوالو ته د عملي او نظري زده کړو وړاندې کولو په موخه جوړه کړه. دغه برنامه یوه نهه میاشتنۍ زده کړه ییزه دوره وه او دوه سمستره په کې شامل وو چې په آنلاین او ځینې غونډې یې په حضوري ډول تدریس شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS