د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۳
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مخکنۍ ناستې موضوعاتو څخه بیاکتنه وشوه. ورپسې د زمیندارۍ د تخنیکي هیئت د آمریت له لوري په لزیر کلي کې د شګات الار د ترلاسه شوې دوسيې په اړه، بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې له سفر څخه ددغه هیئت د رئیس راستنیدلو پورې د دوسیې بررسي او له یادې ساحې څخه لیدنه وځنډول شي.

.

په دغې ناسته کې، په سر نیلي ساحه کې د دوه قطعو اړوند ۳۴۰ جریبه ځمکه چې د کمېسیون د مشرتابه له لوري امارتي تثبیت شوې، د ثبت او ساتنې له پاره د زمیندارۍ تخنیکي آمریت ته واستول شوه. دغه راز بند بورلان ساحه کې د سروې ټیم د راپور په اړه بحث وشو او تصمیم ونیول شو؛ هغه اشخاص چې امارتي ساحې یې تصرف کړي جلب کړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د هغو استوګنې نمرو په اړه چې د اسلامي امارت د بریالیتوب په لومړیو کې د ښاروالۍ ریاست لخوا ویشل شوې وې، بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې له یاد شوي ریاست څخه په رسمي بڼه د هغو د ویشلو څرنګوالي په اړه معلومات وغوښتل شي. د یو بل شخص د دوسيې په اړه هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې دغې برخه کې له عارض شخص او د ښاروالۍ له ریاست څخه معلومات وغوښتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS