د خوست ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او د یاد ولایت له والي سره کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۲۵
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت، د ذوالقعدې د میاشت په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت د اسمعیل خیل مندوزۍ ولسوالۍ د څړبني ساحې اوسیدونکو او د صبرۍ ولسوالۍ د چیني کلي له اوسیدونکو سره په جلا ډول وکتل او له هغوی سره یې د هغوی د موضوع په اړه بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازم تصمیمونه یې ونیول.

تخنیکي هیئت له غوڼدې څخه وروسته د دغه ولایت له والي سره وکتل او د امارتي ځمکو په تړاو يې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. هیئت خپلې ستونزې له والي سره شریکې کړې او د خوست والي دغو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ورپسې یاد هیئت د اسمعیل خیل مندوزۍ ولسوالۍ خیرالناس کلي ته ولاړ او د دغه کلي په امارتي قطعو کې تصرفات منع کړل او متصرفینو ته یې لارښوونه وکړه چې خپل سندونه هیئت ته وسپاري.

یاد شوي هیئت له عملي اجراآتو څخه وروسته غوڼده جوړه کړه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې اوږد بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې راتلونکې ورځ صبرۍ ولسوالۍ ته سفر وکړي او د امارتي ځمکو د تفکیک او تر اجارې لاندې ځمکو د قرادادونو په اړه لازم اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS