د جوزجان ولایت عدلیې رياست مدافع وکيلانو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۱۶
.

د جوزجان ولایت عدلیې رئيس، مولوي امرالله مصلح د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره، د ربیع الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د چې د مدافع وکیلانو او عدلیې رياست ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د زیاتوالي په موخه جوړه شوه، په ترڅ کې یې د عدلیې رئيس، مولوي امرالله مصلح د مدافع وکيلانو د ستونزو د پېژندلو او د حل په برخه کې د همکارۍ ټينګار وکړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې خپلې ستونزې، خنډونه او ننګونې د عدليې له رياست سره شريکې کړي. 
په دې غونډه کې مدافع وکيلانو هم خپلې ستونزې مطرح کړې او هيله يې څرګنده کړه، چې د عدليې رياست به دغه ستونزې هوارې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶

BACK TO NEWS