د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۳:۲۲
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې به ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو د مراجعینو عریضې، سندونه او مدارک په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د بالامرغاب ولسوالۍ د پنیرک د یو تن اوسیدونکي عریضې په تړاو چې د امارت د قضایاو آمریت کې د هغه دوسیه په جریان کې ده، معروض علیه یې جلب او د بادغیس ولایت د کرنې او اوبولګولو ریاست ته وغوښتل شو.

دغه راز په یاده ناسته کې د دره بوم ولسوالۍ د ناوه کلي استوګن یو بل شخص چې د قادس ولسوالۍ د ارمان شهر درې تنو اوسیدونکو پر وړاندې عارض شوی، د جلب په واسطه د یاد ولایت د کرنې او اوبولګولو ریاست ته وغوښتل شو.

په همدې توګه د سنګ آتش ولسوالۍ د هوتکي آبشار اوسیدونکي د یو شخص عریضې په اړه چې د درېیو نورو اشخاصو پر وړاندې عارض شوی، پریکړه وشوه له دې امله چې یاده سیمه عامه مرعی ده، د سنګ آتش ولسوالۍ د کرنې مدیریت په سرلیک د لیک په ذریعه خبر ورکړل شو چې نور هیچا ته په عامه مرعی ځمکو کې د تاسیساتو جوړولو اجازه ورنه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS