دا يومبرهن حقيقت دى چې هره اداره دخپل دمعين هدف په لاس ته راوړلو او تاْمينولو لپاره دقانون په مطابق ايجاديږى . چې دغه رياست هم دعدليې د وزارت دتشكيل په چوكاټ كې د تقنيني سندونو دچاپ اوخپرولو په رسمي جريده كى اود عدالت دمجلى خپرونه "د وزارت دخپرونو ارگانونه" درسمي جريدى د مديريت پرمبنا د (۱۳۴۲) كال دحوت دمياشتى په پنځلسمه دتقنين دعمومى رياست په تشكيل كى په كميت د (۱۲) تنو مامور او اجير ايجاد شوه . او لومړنى مسؤول مدير ئى محمد يوسف "روشنفكر" ؤه . وروسته ئى عمومى مديريت ته ارتقا وكړه. اوله ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۵ كلونو كى دهماغه وخت دحكومت په زمانه كى عمومى مديريت د (۲) بست رياست ته لوړ او ارتقا وركړه شوه . چې لومړنى دخپرونى رئيس حبيب الله "راوى" نوم درلوده . او د طالبانو دحكومت په زمام دارى كى له د ووم بست نه (اول بست) رياست ته، لوړ او ارتقا وركړه شوه. چې دهغه رئيس يار محمد همتوال، مولوى عبدالملك ، عبدالجميل آخندزاده او قارى امين الله په ترتيب سره وه .
دا رياست په خپل تشكيل كې د رسمي جريدى عمومى آمريت، دعدالت دمجلى مديريت، دكتابخانى مديريت، دچاپ او خپرولو مديريت اود كمپيوتر آمريت احتواء كوى . وروسته د طالبانو د رژيم دړنگيدو څخه اود افغانستان دانتقالى اسلامى دولت د مؤقتى اداري دجوړيدو نه دغه رياست دپخوانى تشكيل په مطابق باقى پاتى شو او رئيس دهغه ښاغلې شاه جهان "بيگزاد" تعيين شوه . چې د ۱۳۸۴ كا ل د غويى مياشتى پورى ئى د رهبرى په غاړه وه . وروسته دهغى په ځاى ښاغلى عبدالقهار "جويا" دخپرونى درياست په بست كى تعيين شو چې د زمرى تر مياشتى پورى ددى رياست كارونه رهبرى كړل .
دعدليې په وزارت كى د ادارى اصلاحاتو دريفورم په تطبيق سره ښاغلى عبدالرشيد "قيومى" په آزاد رقابت كى دملكى خدمتونو او ادارى اصلاحاتو دكميسيون له خوا دخپرونو رئيس په توگه تعيين شو .
دخپرونو رياست په نوى تشكيل كى د (P.R.R) د ادارى اصلاحاتو د ريفورم نه وروسته د رسمى جريدى او عدالت مجلى عملى آمريت، دعدالت مجلى مديريت، دكتابخانې عمومې مديريت شوي دي .
