زمونږ په هېواد افغانستان کې زندان (محبس) له اوږدې مودې راهیسې موجود دی خو په دې بحث کې مونږ د لومړي زندان او بیا وروسته دغه ودانۍ په تفصیل سره تر بحث لاندې نیسو. لکه څنګه یې چې پورته یادوونه وشوه، مونږ له دوه کلمو یعنې د زندان او محبس یادوونه کړې. که څه هم دا دواړه کلمې یوه واحده معنی لری باید دا واضح کړو چې د زندان کلمه له محبس څخه زیاته تاریخي سابقه لري. سربېره پر دې، د زندان کلمه د هغو ودانیو لپاره استعمالیږي چیرې به چې هغه خلک بندي کیدل چې د پاچاهانو، امیرانو او سلاطینو پر ضد به یې پاڅون کاوه او یا هغه خلک چې ډیر زیات خطرناک و. له همدې کبله زمونږ د هېواد تاریخ کښونکو عیناً د زندان کلمه د محبس پر ځای په هغه موده کې استعمال کړې ده. وروسته بیا د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د زندان کلمه د محبس پر کلمې بدله شوه خو په اجراآتو او له بندي سره په چلند کې کوم بدلون تر سترګو نه شو. همداسې وه چې زندانونه د تعذیب او شکنجې ځایونه و چې ډیر وخت به هغه خلک په کښې اچول کیدل چې د پاچاهانو، امیرانو سلاطینو د ظلم پر ضد به یې پاڅون کړی و .
زندان:
لکه څنګه مو چې یادوونه وکړه، زندان زمونږ په هېواد کې اوږده سابقه لري. د لرغوني وخت له تیریدو وروسته او د خصوصي مالکیت پر پیلیدو سره، چې په همدغې موده کې منځته راغله، د نورو پر مالکیت تیری پیل شو. په دې موده کې له حق څخه دفاع په انفرادي ډول تر سره کیده. په دې دوره کې قبایلي انسانانو په جلا جلا ډول ژوند تر سره کولو. د ګاونډیو له تیري او د خپل ملکیت د ساتنې په موخه له یو بل سره یو ځای شول چې په پایله کې یې قبیلوي اتحاد منځته راغی. د قبیلو سپين ژیرو به د نظم لپاره مقررې وضع کولې. هغه خلکو چې له دغو مقررو څخه به یې سرغړاوی کاوه، له جزاءګانو سره مخ کیدل چې له جملې څخه یې بندي کیدل معمول و. په همدې ترتیب د بندي کولو سیستم هم معمول و او همدا شان د تورن او مقصر بندي کول هم د لومړي ځل لپاره منځته راغلل چه پلي کول یې ډیر اسان او ابتدائي و اود هماغه وخت له مقررو سره سم تر سره کیدل چې په دې صورت کې به بندي په غارونو یا د څلورودیوالونو تر شا بندي کیده. دا ودانۍ په هغه وخت کې د زندان په نوم یادیدلې چې د وخت په تیریدو سره هغه ټولې ودانۍ د زندانونو په نوم یادې شوې چېرې به چې انسانان بندي کیدل. مګر وروسته له دې چې حکومتونه جوړ شول د زندان اداره هم له حکومت سره وتړل شوه او هغه اشخاص چې د بندیانو د ساتنې لپاره د سلاطینو او امراء له پلوه ټاکل کیدل زندان ساتونکي بلل کیدل. زندانونه هم د ښارونو په دروازو یا د غرونو په قلعه ګانو او غارونو کې جوړیدل.
لومړی زندان:
تر کومه چې تاریخي مدرکونه څرګندوي لومړنۍ زندان زمونږ د لرغوني هېواد په بلخ کې منځته راغی چې دوه زره کاله مخکې له میلاد څخه رانغاړي. د اوستا کتاب په بلخ کې د مشهور آریائي عالم زردشت له خوا تألیف شوی چې په بلخ کې د ویره وونکي زندان یادوونه کوي. وروسته په لسمې هجري پیړۍ کې د سلطان محمود غزنوي درباري شاعر فردوسي یې هم په منظومه شاهنامه کې یادوونه کړې. د فردوسي د شاهنامې کتاب له مخې نوموړی زندان د غور په قلعه ګانو کې جوړ شوی و چې حتی افسانوي سیمرغ هم ورته لار نه درلوده. د افغانستان د بلخي حکومت له نسکوریدو وروسته به چې په هغو ځایونو کې څوک د شاهانو له غضب سره مخ شول او یا به یې د هغوی پر ضد پاڅون وکړ نو د زندان په سیاهچالونو کې بندیدل. د افغانستان د بلخي حکومت له نسکوریدو وروسته د ″افغانستان در مسیر تاریخ″ د کتاب په شاهدی سره د ځائي زورواکو له پلوه وویشل شو چې له جملې څخه یې په سیمه کې د تخارستان، بامیانو، کاپیسا، هرات او سیستان حکومتونه منځته راغلل. هر ځائي آمر د ځان لپاره ویره وونکي زندانونه جوړ کړي و چې نخښې یې اوس هم په قلعه ګانو او د غرونو په غارونو کې پاتې دي او د سیاهچالونو په نوم یادیږي. د دغې عصر زندانونه سربېره پر دې چې له آبادۍ څخه لیرې و، سلاطینو هڅه کوله چې دا ویره وونکي زندانونه د غرونو په سرونو کې جوړ کړل شي تر څو هغو ته لاس رسی او ورڅخه تېښته ستونزمنه وي. د دغو زندانونو دیوالونه په عامه توګه له ډبرو جوړ شوي و چې له ځمکې څخه یې لوړوالی څو مترو ته رسید. سطح یې له ډبرو جوړه وه او ځینې وختونه یې بامونه هم نه درلودل. ځانګړو کوټو یې کړکۍ او یا رڼا نه درلوده. دننه پکښې زولانې وې چې د زنداني پښې په ځنځیر تړل کیدلې او هغه ځنځیر د طوق په ډول د هغه په غاړه کې تړل کیده. د ځنځیر په پای کې د اوسپنې پنډوسکه تړل کیده چې بندي به تر هغې لاندې خوځیدلای هم نشو. دغې بڼه غرب غراب بلل کیده چې نوموړې اصطلاح اوس هم د ځائي خلکو تر منځ معمول او روانه ده. ډیر وخت د سلاطینو د ټیټ پوړ کوټې (تاکوۍ) زندانونو او سیاهچالونو ته ځانګړې کیدلې. دا د ټیټ پوړ کوټې (تاکوۍ) سربېره پر دې چې کړکۍ یې نه درلودې، ډیر نم او رطوبت یې درلود چې د وخت په تیریدو سره بندي د سترګو لید له لاسه ورکاوه او یا د ګرمۍ او یخنۍ له امله ژر په هلاکت رسید. سلطان محمود غزنوي چې په افغانستان کې یې د سترې امپراطورۍ بنسټ کیښود، زندانونه یې جوړ کړل او د محکومینو لپاره یې جزاء ګانې هم وټاکلې چې په ټولې امپراطورۍ کې عامې وې. یو له تاریخ کښوونکو څخه د دغې دورې زندانونه داسې بیانوي، ((په لسمې هجري شمسي پیړۍ کې سلطان محمود غزنوي په غزني کې سلطنت کاوه، عمده دولتي زندانونه یې په قوي قلا ګانو کې په ګردیز، غور، جوزجان، کشمیر او غزني مالستان کې جوړ کړل. البته سیاسي، جنائي او هغه کسان چې پخپله د سلطان له پلوه بندي کیدل په جلا کوټو کې ساتل کیدل. هغه جزاء ګانې چې په دې موده کې د سلطان له پلوه په تورنو پلي کیدلې او اجراء کیدلی او هغه جزاء ګانې چې د سلطان په امر پر سیاسي او جنائي مجرمانو پلي کیدلی په لاندې ډول دي: سر پرې کول، د فیل تر پښو لاندې اچول، ځړول، سنګسارول، په کوتکو وهل او له دیوال لاندې کول. حبس یا بند او ځنځیر، د شتمنیو ضبطول، د امپراطورۍ دننه جلا وطن کول، شل شوټ کول او د جسم ټول بندونه سره جلا کول و. که څه هم وروسته په ۱۸مه او ۱۹مه پیړۍ کې د زندان په وضع کې بدلونونه تر سترګو شو چې زندانونه ښارونو ته نږدې اباد شول او له لرې پرتو قلا ګانو څخه د زندان په توګه ګټه اخیستل کیدله خو د جزاء ګانو بڼې څه بدلون ونه موند. د شاهانو له پلوه په وحشیانه توګه او له عدالت څخه لیرې جزاء ګانې ورکول کیدلې. همدا راز په ۱۸ میلادي پیړۍ کې چې کله بالاحصار د شاهانو د اوسیدانې ځای شو نو د شاهي ودانۍ بالاحصار ته څیرمه هم یو زندان جوړ شو. دغه زندان ویره وونکي سیاهچالونه درلودل چې تر اوسه یې نخښې پاتې دي. خو وروسته دا زندانونه د کابل ښار ته رانقل شول چې د نن ورځې د شیرپور په قشله کې د ارګ او د نن ورځې د خیبر رستورانت او د اوبو د فوارې پر ځای کې و. د ۱۹ میلادي پیړۍ تاریخ کښونکي لیکي چې په دې عصر کې د مرادخاني په سیمه کې یو زړه بوږنوونکی زندان موجود و. د دې زندان دروازې ته څیرمه دار هم و چې هره ورځ به بې له ځنډه بندیان په دې دار ځړول کیده. یو بل زندان د شور بازار سرای چقورک کې و خو سیاهچالونه په دې موده کې یوازې په بالاحصار او ارګ کې و. د ښار پاتې نورو زندانونو کې بندیان په بې رحم ډول تعذیب او شکنجه کیدل. هغه جزاء ګانې چې په دې موده کې بندیانو ته ورکول کیدلې، له بشري کرامت څخه ډیرې لیرې وې. په دغو زندانونو کې له بندي څخه د اقرار د تر لاسه کولو لپاره د بندي په لاسونو، پښو او د بدن په نورو غړو کې لرګي ورکول کیدل او سره کړي تیل استعمالیدل تر څو شکمن تن اقرار وکړي. د دې کار لپاره په سلګونو بندیان د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په یخنۍ کې په یوه کوټه کې اچول کیدل. هغه جزاء ګانې چې په ۱۹مه پیړۍ کې پر بندیانو پلي کیدلې سختې، بې رحمه او غیر بشري وې چې له جرم سره په هیڅ ډول مناسبې نه وې، پخپله د سلطان په حکم پر تورن تن پلي کیدلې، د دفاعي محکمې هیڅ څرک نه و. د تاریخ د هغو جزاء ګانو په اړه به وروسته خبرې وکړو چې د ۱۹ پیړۍ په زندانونو کې عامې وې. په تیرو پاڼو کې د افغانستان د لومړي زندان د جوړیدو او د ۱۹مې پیړۍ د عامو جزاء ګانو په دوام دا خبرې اوږده وو. د ۱۹مې پیړۍ په پای او د ۲۰مې پیړۍ په لومړیو کې د کابل د زندانونو شرح او د دغو ودانیو د څرنګوالي په اړه باید زیات کړو چې د امیر محمد یعقوب خان په دوره کې د کابل له بالاحصار سره تړلې ټولې ودانۍ د وینو او غچ اخیستنې په توګه د انګلیس د سرتیرو او صاحب منصبانو له پلوه په کابل کې د جنرال راپټ په لاس وسوځول شوې.(؟؟؟) وروسته یې زندانونه ویجاړ کړل شول. یوازې له سیاهچالونو څخه یې ګټه اخیستل کیدله مګر کله چې امیر عبدالرحمن خان سلطنت ته ورسید نو په ۱۲۷۹ هـ ش کې یې د سلطنتي ارګ په اوسني ځای کې د بنسټ ډبره کښېښوده. مګر هغه محکومین چې د هغه په امر بندي کیدل، هغوی یې د بالاحصار نیمه ورانو شویو زندانونو کې ساتل یعنې له هماغو پخوانیو زندانونو او سیاهچالونو څخه ګټه اخیستل کیده چې د بالاحصار په لویدیځه برخه کې و. د عبدالرحمن خان له مړینې وروسته د بالاحصار د زندانونو ارزوونه وشوه. د تاریخ کښونکو له قوله (افغانستان در مسیر تاریخ) په دغه زندان کې دولس زره نارینه او اته زره ښځینه بندیان موجود و. د ارګ د اوسیدانې ودانیو ته څېرمه یو بل مشهور زندان د ارګ د زندان په نوم یادیده چې دا هم د عبدالرحمن خان په وخت کې آباد شو او ورڅخه ګټه پورته کیده. خو د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوره کې چې له ۱۲۷۹ – ۱۲۹۷ تر منځ موده رانغاړي، د بالاحصار په سر نوموړي زندانونه او سیاهچالونه د ده په امر له منځ ولاړل. بندیان یې د شوربازار د سرای چقورک زندان، د سیاه سنګ د سیمې د شیرپور زندان چې امیرشیرعلي خان (۱۲۳۷ – ۱۲۴۷) په موده کې د سرتیرو د اوسیدانې لپاره د شیرآباد یا شیرپور په نوم جوړ شوي و، نقل کړل شول. له دې ودانیو څخه د بندیانو د زندان په توګه کار اخیستل کیده. د امیرحبیب الله خان په وخت کې درې زندانونه د ارګ زندان چې مهم بندیان پکښې ساتل کیدل، د شوربازار زندان چې د سرای چقورک په نوم یادیده او د شیرپور زندان موجود و چې د بندیانو په دغو ودانیو کې خوندي ساتنه کیدله. هغه زندان ساتونکی چې د شاه باوري تن به و، د امیر لخوا ټاکل کیده او د دغو ویره وونکو زندانونو اداره ده ته سپارل کیده. مګر باید زیاته کړو چې د امیرحبیب الله خان په موده کې په هغو جزاء ګانو کې کمی راغله چې مخکې به پلي کیدلې، په ځانګړې توګه د غوږونو پری کول، میخ کول اولاس پرې کول د زندان دننه او بهر منع کړل شو. د امیر امان الله خان (۱۲۹۷ – ۱۳۰۸هـ ش) په دوره کې د ۱۹۱۹ میلادي کال له خپلواکۍ وروسته د شوربازار او د شیرپور زندانونه ترک کړای شول او یو شمېر بې ګناه زندانیان یې آزاد شول. د شوربازار د سرای چقورک زندان لا پاتې و خو بندیانو ته اجازه ورکول کیده چې د زندان په غولي کې وګرځي. هغه بندیان چې دوسیه یې نه درلوده او بې ګناه و، خوشې کړل شول او امر وشو چې تر څو یو تن مسئول نه وي پیژندل شوی، بندي دې نه شي. خو د بندي زولانه او په ځنځیر تړل له منځه نه ولاړل. د بندیانو د وضع ښه کیدو ته پام واړول شو. ډیری زندان ساتونکي چې له بندیانو سره یې ناسم چلند کاوه له دندو ګوښه کړل شول چې ورسره د نورو په سلوک کې بدلون راغی. په ۱۹۲۷ میلادي (۱۳۰۸ هـ ش) کال کې په هېواد کې ګډوډي رامنځته شوه. په دې وخت کې د حالاتو او د موجوده وضع له امله د بندیانو په شمېر کې زیاتوالی راغی، تر دې چې شخصي سرایونه په زندانونو واړول شول. هر هغه تن به بندي کیده چې د واک د خاوندانو به خوښ نه شو. د ۱۳۰۸ – ۱۳۱۲ هـ ش موده کې چې محمد نادر شاه سلطنت ته ورسید نو زندانونه له بدو څخه بدتر شول او بیرته ویره وونکې جزاء ګانې منځته راغلې. غرغره او چارماري کول معمول شوه او د ارګ او شوربازار زندانونه له هغو خلکو ډک شول چې له دې کورنۍ سره یې همکاري نه کوله. د ارګ ډیری بندیان په بوږنوونکي ډول چارماري او غرغره کیدل. د سیاه سنګ (نور محمد شاه مینه) په سیمه کې د توپ خولې ته نیول بیا پیل شو چې د امیر حبیب الله خان له مودې راهیسې ترک شوي و. د بندیانو د روغتیا او روزنې په اړه هیڅ خبره نه کیدله. د ساتونکو اصلي دنده زجر او شکنجه وه. باید ووایو چې د محمد نادر شاه په سلطنت کې د شوربازار (سرای چقورک) او د ارګ له زندانونو څخه زښته ډیره استفاده کیدله تر دې چې په ۱۹۳۴ میلادي (۱۳۱۴ هـ ش) کې د محمد ظاهر شاه په امر د هغه د سلطنت په موده کې د سردار محمد هاشم په مشرۍ چې د هغه وخت صدر اعظم و او د محمد ظاهر شاه تره و، د نن ورځې د دهمزنګ په سیمه کې د یوه نوي زندان ډبره کیښودل شوه. وروسته بیا دا زندان د دهمزنګ د زندان په نوم د هېواد دننه او بهر مشهور شو. د دغه محبس شاوخوا دیوالونه په عام ډول له ډبرو جوړ شوي و. د دې په جوړولو کې بیا هم له زور زیاتي څخه کار اخیستل شوی و چې اجباري کار و او روغتیائي روزنیز شرایط له پامه غورځول شوي و. د پخوانیو ټولو زندانونو د سرای چقورک او شیرپور بندیان دې ته نقل شو. د ارګ زندان اوسیاهچالونو کې د روڼ اندو شکنجه او تعذیب له پخوانیو زندانونو سره توپیر درلود. خو د بندیانو روغتیائي او روزنیز شرایط او یا دا چې د بندیانو د راتلونکې لپاره حرفوي کار ورزده کړل شي، له سره په پام کې نه و نیول شوي. له بندیانو سره ښه چلند نه کیده. له رفتار خلاف له کوچني حرکت سره هم سختې او غیرانساني جزاء ګانې پرې داسې پلي کیدلې چې له امله به یې بندیان معیوب یا ناقص العضو شول. په دوبي او ژمي کې بندي په ځنځیرونو تړل کیده. دا ځنځیرونه د غوایانو د ځنځیرونو په نوم یادیدل چې په غاړه یا لاس او پښو کې یې اچول کیده او په ځمکه کې به څو متره ډوب ښخ و. بندي اجازه نه درلوده چې د خپل سر ویښته، ږيره، او لباس اصلاح کړي. هغو ضررلرونکو حشراتو ته هیڅ پام نه کیده چې د بندي په سر او ځان کې به پیدا کیدل. له همدې کبله لیدل کیده چې په دغو نمجنو ودانیو کې چې د خطرناکو بندو کوټو (کوته قلفي) په نوم یادیدلې، ډیری بندیانو یا خپل ژوند له لاسه ورکړ او یا هم لیوني کیدل او په روحي مرضونو اخته کیدل. په هغو عمومي کوټو کې چې د لسو تنو د اوسیدانې ځای یې درلود، دیرش یا څلویښت تنه اچول کیدل. په دغو کوټو کې د رڼا، ګرمۍ او یخنۍ هیڅ څرک ن و. د ساري مرضونو د پیدا کیدو پر مهال درملنې ته هیڅ پاملرنه نه کیدله. د زندان د ساتونکو وضع ناوړه، بې رحمه او غیربشري وه. په یوې کوچنۍ غلطۍ بندي وهل کیده. د بندیانو دا وهنه د څرمنې، لرګي یا ربړي متروکې له لارې تر سره کیدله چې وروسته به د هغې له امله بندي معیوب شو. یا به بندي د دوبي په سختې ګرمۍ کې تر سور لمر لاندې د ځمکې پر مخ تړل کیده. دغه جزاء به د زندان تور زړو ساتونکو د چهار میخ په نوم بلله. یا به د ژمي په یخنۍ کې بندي په لوڅو پښو په یو قمیص او پرتوګ کې د واورو پر مخ ځغلول کیده. بیا به په میخونو پورې تړل کیده او یغ به شو. د ښوونې او روزنې هیڅ درک نه و. هغه جزاء ګانې چې په ۱۹ پیړۍ کې په تاریخ کې عامې وې په لاندې توګه دي:
الف:- سره کړي تیل:
د تیلو د سره کولو جزاء په داسې توګه تر سره کیده چې د بندي د سر ګرد چاپیره به د کاسې په شکل اوړه راتاو کړل شو او وروسته به سره شوي تیل د هغې په منځ کې واچول شول. په دې عمل کې به بندي یا خپل ژوند او یا اعصاب له لاسه ورکړل او لیونی به شو.
ب:- د توپ خولې پورې تړل:
نوموړی عمل د نن ورځې د سیاه سنګ په سیمه کې د د نور محمد شاه مینې ادیرې ته نږدې تر سره کیده او داسې و چې بندي به د توپ د خولې پورې وتړل شو او پر ټوټو به بدل شو.
ج:- د ونې په زور څیرل:
دا ډول سزاء ګانې پر تورن داسې پلي کیدلې چې د یوې ونې دوه قوي څانګې له یو بل سره نږدې کیدلې، وروسته د بندي پښې د هرې څانګې پورې تړل کیدلې او څانګې په زرو سره پریښودل کیدلې، چې په پایله کې یې زنداني دوه ټوټې کیده. دا کار په عام ډول د قصر شاهي په باغ کې د ظالم سلاطینو په مخ کې تر سره کیده. د بندي جسد به تر څو ورځو پورې د ونې په څانګو پورې ځوړند و.
د:- برچه پک:
دا ډول سزاء ګانې داسې اجراء کیدلې چې بندي به د یوې ونې یا تیر پورې وتړل شو، جامې به ځینې وویستل شوې او وروسته به د نیزې یا برچې له لارې مجرم څیرې کړل شو. دا عمل به په عام ډول په پراخو میدانونو کې تر سره کیده تر څو د سیمې خلک هم راټول شي او ویې ویني.
هـ:- د بدن غړي پرې کول:
په دې صورت کې به بندي د یوې چوترې پر سر د څرمنې په یوه فرش کښینول شو او وروسته به جلاد د بندي د بدن غړي د لاسونو له ګوتو څخه تر د بدن د ټولو غړو پورې پرې کول او خلکو ته به یې ښودل.
و:- سنګسار کول:
دا ډول جزاء ګانې په خلکو داسې پلي کیدلې چې که بندي به ښځه و نو په یو جوال کې اچول کیدله او یوې کندې ته وړل کیدله. وروسته له هر پلوه په هغې د ډبرو باران کیده تر دې چې خپل ژوند به یې ورکړ. که چیرې به بندي نر و نو لاسونه او پښې به یې وتړل شوې، په میدان کې به ودرول شو او له څلور خواوو څخه به پرې د ډبرو باران ورید تر دې چې مړ به شو.
ن:- چارماري کول:
هغه تورن چې په چارمارۍ محکومیدل د یو دیوال یا ونې تنې ته نږدې ودرول کیدل او وروسته پرې ډزې کیدلې .
و:- غرغره کول یا مرۍ ځړول:
په دا ډول سزاء ګانو کې بندي په یو میز، یا چوکی درول کیده چې وروسته به د دار یا غرغرې پړې د ده په غاړه کې اچول کیده. له پښو څخه به یې میز یا چوکی لرې کړل شوه چې بندي به په هوا کې ځوړند پاتې شو او ساه به یې ورکړه. په دې حالت کې په عام ډول د بندي لاسونه او پښې تړل کړیدلې او هم به یې سترګې په توره پرده وتړل شوې. نورې شکنجې چې په دې وخت کې پر خلکو پلي کیدلې په لاندې توګه دي: تړل، ولچک، غرب وغراب، زولانه، قین قین، خوب ته نه پرېښودل او ړندول. خو د بندیانو په ځنځیر تړلو او د زولانه کولو په اړه ویل کیږي چې ډیری وختونه د بندي پر پښو د هغه له وزن څخه د درې یا څلو وارې زیات وزن زولانې او ځنځیرونه تړل کیدل تر څو بندي ونه توانیږي په خپله کوټه کې وګرځي. یا به بندي په خپله کوټه کې له تیر پورې تړل کیده. هغه زندانونه چې په ۱۹ پیړۍ کې په بالاحصار، د شیرپور قشله، ارګ او د شوربازار په سرای چقورک کې جوړ شوي و، یوازې د بندیانو د تعذیب او شکنجې لپاره و. کوټې یې تنګې، تیاره، نمجنې او بې کړکیو پنجرې وې. د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په یخنۍ کې پر هغوی یو ډول شرایط پلي کیدل. د بندیانو د روغتیا او درملنې په اړه هیڅ ګام نه اخیستل کیده. بندیان به په راز راز ناروغیو کې اخته و. په عام ډول د روماتیزم په ناروغۍ. د بندیانو په ځان او لباس کې ډول ډول ضرر رسوونکي حشرات موجود و. که چیرې بندي د دغو کړاوونو له تپلو وروسته هم له زندان خلاص شو نو په ټولنه کې به یې د یوه ذلیل ناروغ په څیر ژوند کاوه. د محبسونو او توقیف ځایونو عمومي ریاست په لومړیو کې د محبسونو او صناعتونو د عمومي ریاست په نوم د کورنیو چارو په وزارت کې فعالیت کاوه. په ۱/ ۲/ ۱۳۸۲ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په فرمان له ټولو منقولو او غیر منقولو اموالو سره له عدلیې وزارت سره وتړل شو. د دغې ځای په ځای کولو مهمه موخه د بندیانو د بشري حقونو او بشري کرامت ساتنه وه. د زندانونو د ادارې اصلي موخه د تورنو او بندیانو نوې روزنه بیا رغاونه ده. مجرم یو ناروغ دی او وروسته له نیولو باید د جدي او اغیزمنې درملنې لاندې ونیول شي کنه نو د ساري ناروغۍ په توګه به ټولې ټولنې ته خپور شي. د محبسونو او توقیف ځایونو عمومي ریاست د الحاق په لومړي سر کې یوازې (۲٪) پرسونل درلود چې اوس (۵۰٪) ته رسیدلي دي. په پلازمینې او ولایتونو کې د لومړۍ درجې زندانونه هم له کنډوالو پرته څه نه و. د محبسونو او توقیف ځایونو عمومي ریاست په دې اړه بې ځنډه او نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې. په تیرو دریو کلونو کې یې سربېره پر دې چې په پلازمینې او ولایتونو کې یې (۳۴) زندانونه فعال کړي، په ولسوالیو کې یې (۳۵۲) توقیف ځایونه هم فعال کړي دي. بیا رغاونه د کورنیو او نړیوالو ارګانونو او موسسو په مرسته بې ځنډه دوام لري. په لاس ته راوړنو کې کولای شو د کابل د مرکزي زندان د پلچرخي یادوونه وکړو چې د اساسي ترمیم په حال کې دی. د کابل ولایت توقیف ځایونه، د پکتیا ولایت زندان او د نورو لسګونو زندانونو او توقیف ځایونو بیا رغاونه د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ د پروژې لخوا د (۵) میلونو ډالرو په لګښت تر سره کیږي. په زندانونو کې د روزنیزو مرکزونو د ادارو جوړونه هم له مهمو لاس ته راوړنو څخه ګڼل کیږي چې تر اوسه یې د زندانونو شاوخوا (۱۹۰۰) پرسونل په (۱۳) ښوونیزو مضمونونو کې د (۴۵) ورځو لپاره د زندانونو د چارو د ښه پرمختګ لپاره روزلي دي. پتیل شوې چې د زندانونو ټول پرسونل تر روزنې لاندې ونیول شي.