رسمي جريده



رسمى جريده تقنينى سندونو يواځينى د چاپ مرجع په توگه(ددولت رسمى ژبه)ده او د امتياز خانوندئى دعدليې وزارت دى.چى په پښتو او درى دوو ژبو خپريږى چى لومړۍ گڼه ئى د 1342كال د كب دمياشتى په پنځلسمه نېټه خپره شوى ده. دتقنينى سندونو دخپرولو او انفاذ دډول قانون دڅلورمى مادى په مطابق دغه جريده مياشتنۍ په ډول او كله دلزوم ديد او ضرورت په وخت كې فوق العاده په ډول چاپ او خپريږي.

دتقنينى سندونو دخپرولو او انفاذ دډول قانوهن دپنځمى مادى په مطابق لاندنى سندونه په رسمى جريده كې خپريږى:

  • دافغانستان اسلامى جمهوريت رسمى اعلايمى چى عامو خلكو ته ئى خبرتيا لازمه وى،قوانين،مصوبى او نورپارلمانى تقنينى سندونه.
  • فرمانونه او د افغانستان اسلامى جمهوريت نورسندونه چې تقنينى ماهيت ولرى.
  • مقررى،اساسنامى او دنورحيرانو شوري مصوبى چى تقنينى ماهيت ولرى.
  • تړونونه،موافقتنامى او نړيوالۍ مقاولى چى د افغانستان اسلامى جمهوريت لخوا لاسليك كيږى او دتصويب په هكله فرمانونه.
  • هغه تقنينى سندونه چى دقانون د حكم سره سم ئى ستره محكمه د تصويب واك ولرى.
  • نور تقنينىموضوعات چى خپرول يى د قانون د حكم په موجب لازم وى او د محكمو د تجارتى علايمو او سندونو د ثبت اعلانونه.

تقنينى سندونه چى په رسمى جريده كى خپاره او نافذيږى وروسته له چاپو لو نه مختلفو تيراژونو د ښاغلى جمهور رئيس دفتر ته جمهور رئيس ښاغلو معاوينونو ته د پارلمان رئيسان او د هغوى معاوينونو ،ټولو دولتى ادارو ته دولايتونو ټولو واليانو،د عدليې دوزارت اړوند اورگآنونو،د محكمو رياستونه په مركز او ولايتونو كې دمسلكى او لوړوزده كړو د وزارت ټولو تحصيلى مؤسسوته د ټاكل شوى برخې د جدول په مطابق ويشل او ليږل كيږى.

 

 

 

 

 

 

ویب ماستر | د ویب سایت نقشه | مونږ سره اړیکې | ۱۳۸۵ د عدلیې وزارت - د افغانستان اسلامی جمهوریت