دعدلیی وزارت دکورنی پلټنی ریاست د وزیرانو د عالی شورا د ۸ مصوبی د ۱۱ بند له مخی په ۱۲/۱۱/۱۳۸۳ نیټه د عدلیی وزرات په تشکیل کی جوړ او منظور شول. د کنترول او تفتیش د قانون د ۱۱ نه تر ۱۴ مادو او دهغی د لارښوونی له مخی، د کورنی تفتیش د اداراتودندی، په لاندی ډول شمیرل شوی ده:
- د دولت د قطعیه حساب څارنه.
- د هیواد د نافذومالی او مسلکی قوانینوڅارنه د اداراتو د جوړښت او سپما په ترتیب.
- د عوایدو، لگښتونو او د عامه شتمنیو د ښه استعمالولو څارنه.
- د عدلیی وزارت د مربوطو ادارو څارنه او د کارد ښه والی او د قانونیت د تحکیم لپاره د کارکونکی لارښونه.
- د مالی او مسلکی تخلفاتو مخنیوی او د قوانینو یو شان رعایت.
د عدلیی وزارت د کورنی پلټنی ریاست د یو تشکیلاتی واحد په توگه د وزیر او لوړ رتبه چارواکو د مستقیم اثر لاندی فعالیت کوی.
د عدلیی وزارت د تفتیش ریاست دخپل کار د پیل څخه تر اوسه په دی توانیدلی چی د خپل کارونو د سمبالولو لپاره اوږد محال او لیډ محالی پلانونه جوړ کړی، او همدارنګه د دولت د ریاست د کنترول او پلټنی اداری سره په تفاهم، د هیواد په ولایاتو کی د شعباتو څارنی پلان د خپل کاری لور ته ترتیب کړی، چی د عدلیی وزرات محترم مقام د منظوری نه وروسته سرته ورسول شی. دا ریاست د یو څارونکی نهاد په توگه د عدلیی په وزارت د اجراأتو اولارښوونی لپاره د ښو او مؤثرو خدمتونود وړاندی کیدو لپاره کار کوی، او په همدی لاره کی د کاری اړیکو د ساتلی سره، د کارونو د پرمختگ او آسانتیا لپاره او همدارنگه د کاری ظرفیت د لوړوالی لپاره د مربوطو اداراتوسره گډ کار کوی. دا ریاست دوه کلني او فوق العاده پلانونه لری چی د عدلیی وزارت په مربوطه اداراتو کی یی تطبیقوی.
دا ریاست دری کاری بورد یا کمیټی لری، د مسلکی او تخنیکی کاری بورد یا کمیټه، د اجراأیوی امورو د سیستم کاری کمیټه او د تدقیق او مطالعاتو بورد یا کمیټه.
د پلټونکی د کار طریقه:
- دعدلیی وزارت تر مشری لاندی د قدمی اجرااتو څارنی او پلټنی ته پلانونه جوړول.
- د وزارت د محترم مقام د منظور شوی پلان له مخی په ولایاتو کی د پلټونکو ګمارل.
- د ټولواسنادو څارنه لکه اداری، دمالی، جنسی او مسلکی حسابونه.
- د مصارف اولګښتونوڅارنه، د مصرفی اسنادو او مربوطه بلونو د غوښتنی او څارن.
- د ادارو د کاری پلان بیاڅیړل، او د اړوندو پلانونو د نه تحقق په صورت کی، د هغوی د علت او سبب څیړل.
- د کنترول او څیړنی لاندی مرجع ته د غیر قانونی اعمالو د درولو په اړه د لارښونو صادرول.
- د نیمګړتیاو د له منځه وړلو او د سرغړونو د مخنیوی لپاره د مدللو او څرګندو نظریاتو او پیشنهاداتو وړاندی کول.
- د کنترول او څیړنی لاندی مرجعو د مالی وجوهو او موجودو شتمنیو څخه د ښه کار اخیستلی د څرنګوالی په داگه کول.
- د ادارو په مالی، حسابی، جنسی او مسلکی دگر کی د په داگه شویو نیمګړتیاو د لمنځه وړولو لپاره د لازمو تدابیرو نیول.
- تر مشری لاندی ادارو د فعالیت په اړه د وړاندی شویو اصلاحی نظریات او پیشنهاداتو د څرنګوالی تعقیبول.
- د کنترول او څارنی قانون د احکامو له مخی، په خاصو حالاتو کی د مراجعو پرله پسی څارنه.
- د اسنادو د تفتیش او څارنی نه برسیره، د هغوی فوری، پرله پسی او قسمی کنترولول.
- د ادارو څخه د اداری فساد له منځه وړل.
د تفتیش ریاست څو مهمی لاسته راوړنی:
۱- ادارو د خپل کاری په بهیر کی داسی څارنی او کنترول سره نه ؤ مخ شوی، له دی کبله دا کار د عدلیی وزارت کارکونکی لپاره مسؤلیت منځ ته راوړل ترڅو د مالی او مسلکی سرغړونی په صورت کی هغوی به د څارنی او پوښتنی لاندی ونیول شی.
۲- د کورنی تفتیش ریاست کارونه دا په داګه کړی چی د عدلیی وزارت محترمو مقاماتو د خپل ادارو څخه په حساب اخیستنی کی جدي او تینګ دی، او د کارکونکو څارنی په مرکز او ولایاتو کی، د قانون د حاکمیت پراختیا څرګندی وی.
۳- د ریاست څیړونکی د ادارو څخه د حساب اخیستنی نه برسیره، ادارو لپاره ښه صلاحکار دی او هغوی سره د دندو په سرته رسولو کی همکاری او لارښونه کوی.
۴- د تفتیش ریاست د پیل نه تر اوسه ډیری مالی او حسابی سرغړونی په داګه کړی او په دی توګه دیری اندازی پیسی واپس ترلاسه او د دولت خزانی ته لیږلی دی.
۵- د تفتیش ریاست د مالی حسابونو نه برسیره د خپل کار د پیژندنی پر بنسټ، په ادارو کی د مسلکی سرغړونو څخه هم مخنیوی کړی دی او هغوی سره د کارونو په پرمختګ کی همکاری او لازمی مشوری ورکړی دی.