د عدلیی وزارت د اداری ریاست
د عدلیی وزارت اداری ریاست په ۱۳۴۱ کال کی د عدلیی وزارت په تشکیل جوړ ، اوپه فعالیت یی پیل و کړ اوکاری ضرورتونوله مخی یی په تشکیل کی کال په کال یا څو کاله وروسته تغیرات رامنځته شویدی .
اداری ریاست په خپل اوسنی تشکیلاتی جوړښت کي یو ریس، پنځه امریتونه اویولوی دتحریراتو مدیریت لری چی په دی ډول دی:
- د بشری منابعو او مامورینو امریت ، ۲۴ بسته
- د محاسبی او مالی امریت ، ۲۳ بسته
- د لوژستیک او خدماتو امریت ۳۱ بسته
- د تکنالوژی معلوماتو امریت ، ۹ بسته
- د ادرای د مطالعی او تشکیلاتو د پراختیا آمریت ، ۵ بسته
- د تحریراتو لوی مدیریت ، ۱۵ بسته
چی په مجموع کی د اداری ریاست په تشکیل کي ۱۰۷ کارمنداند کار کویی.
د اداری ریاست اهداف او مهم فعالیتونه:
- د بشری منابعو او د معلوماتی تکنالوژی، لوژستیکی، مالی او اداری د موثراوراڼه (شفاف) خدماتو ارایه او تسهیلات او داسانتیاو برابرول
- د مقرریو ،تبدیلیو په معین وخت کی د مامورینو تقاعد مساله ، او دټول وزارت لپاره د کارپوهو او ښایسته کارمندانو استخدامول .
- د مامورینو اواجیرانو دسوانحوکارتونو ترتیبول او د هغو حفظ او ساتل .
- د مرکزی او ولایتی دفاترو لپاره د بودجوی تخصیصاتو اجراکول.
- د وزارت د عوایدو راتولول او دهغه د دولت دعوایدو په حساب تحویلول .
- د حکمی او حقیقی شخصیتونواوقراردادونوپه وسیله د پیرودلو تهیه او تدارک .
- د وزارت د کلنی انکشافی او عادی بودجی ترتیب .
- د وزارت د احصایوی پلانونو تنظیم او ترتیب .
- د کارمندانو لپاره د ترانسپورتی تسهیلات وړاندی کول .
- د مامورینو د ظرفیتونود لوړتیا لپاره د پروګرامونوبرابرول .
- د عدلیی وزارت له شتمینو څخه ساتنه او څارنه .
د عدلیی وزارت کاری پلانونه معمولا د یوه کال لپاره تنظمیږي .چی د هغه له مخي هر امریت ، مدیریت او کارکونکی خپل کاری پلانونه د ریاست د کلنی پلان سره سم تنظیم او دهغه په مطابق عمل کوي .
د اداری ریاست د استناد په اړه قوانین:
د کار قانون ، د مامورینو قانون ، د ملکی خدماتو قانون ، د تدارکاتو قانون ، د عامه او مالی مصارفو داداری قانون ، د تحویلخانو مقرره ، د آرشیف مقرره ، د لیلام مقرره ، د اضافی کاری مقرره ، دملکی خدماتو د شکایاتو د اوریدو طرزالعمل او د مامورینو د سلوکو د طرزالعمل مقرره.
د اداری ریاست اړتیاوې او ضرورتونه :
اداری ریاست د خپلو کارونود حجم له مخې ، د بشری منابعو ، مالی او محاسبوی ،معلوماتی تکنالوژی خدماتواو د مامورینو د لوړتیایی ظرفیتونو په خاطر کورسونو ته اړتیا لري . او تر اوسه پوری ډول ډول کورسونه د اداری اصلاحاتو د کمیسون او د ځینو تمویلوونکو له خوا د دی ریاست مختلفو څانګوته تدویرشویی دی ، په عین حال کي اوس هم د زیات تخصص لپاره اړتیا وی لري .
د وزارت د مرکزی دفتر د کارونو د حجم د زیاتوالی له کبله او د اوسنی ډیر لږو امکاناتو په پاملرنی سره،په تیره د محدودی فضا د مشکل له مخی اداری ریاست په بیلا بیلو برخوکي د خپلو د اړتیاوو د پوره کولو ځواب ورکونکی نه دی او د استونزه به د نوی تعمیر د جوړیدو تر وخته پاتی ویی .
د کارله لحاظ تر اوسه پوری د امکان تر حده دکارمندانو اړتیاوي پوره شوی او داسی کوم جدی مشکل نه لریی . د معلوماتی تکنالوژی په برخه کې او د ډول ډول دیتابسونو ایجاد په مختلفو برخه کې دووتنو متخصصومشاوروته اړتیا لرو.
د ښو خدمتونو د وداندی کولو لپاره د وزارت کارمندانو ته د کمپیوترونو ، د فوتوکاپی ماشینونو ، پیرنترونو د ترمیم لپآره یوی طرحی ته اړتیا شته چی د تمویلوونکو په مرسته به د وزارت ډیری اړتیای دهمغی طرحی په تطبیق سره حل شي .