د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Tue, Sep 01 2026 2:19 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات بررسي کړل.

دا ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون نورو غړو مسؤولینو هم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په کابل، نورستان، خوست او ارزګان ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو د دوسیو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او په هکله یې لازمې پرېکړې وکړې.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ځینې موضوعات د اسلامي امارت د رهبرۍ له مقام سره شریک کړل شي، ځینې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې او ځینې نور موضوعات له اړوندو ادارو سره شریک کړل شي.

همداراز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د امارتي ځمکو اړوندو موضوعاتو د حل په موخه له کمېسیون څخه یو پلاوی د هېواد شمال ‌ختیځو ولایتونو ته چې بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په‌ کې شامل دي سفر وکړي او موضوعات له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS